مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2012-06-02   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

غزل

سیداحسان الله الهام


نه شپـــــون  وو نــه  رمــه وه نه شپېلۍ چــــاغـــږوله
بس ته مي یادېــــدلې او ږده شـــپـــــه نه تـــېــرېدلـه
 
مرغان  واړه  ویده   وو  چـــنــــارونو  څـــــارکـولــو
چونګــــښه وه بیــــداره چـــــینه ورو ورو بهـــــېدلـه

یخ نه وو لــــړزېدمــــه  دلانده ګــــریــــوان  لـــه لاسـه
په خـــو له کي مي داژبه اســـوېلــونه وچېـــــــــــــدله

نه ورېـــځ وه نه سیــــلۍ وه نـــه بـــاران راورېــــدلـــو
یوزه وم شین آسمان ووسپوږمۍ ګونګـه تېرېدلـه

نه ســــازوو نـــه  آواز وو نه بلـــبـــلـــې نـــڅـــېـــــدلې
پـــتـــنـګ زړه مي خـــفـــه وو او ډیـــوه نـــه بلـــېـدله

وصــــال نه وو هجــــران وه راته ځمـــکــه تبۍ کـړې
نه تـــه وې  نه مي  څنګـه  ته    دقــــرار   شېبه  راتلله

الهــام :وم  تنـــهایی وه خــــوښ پــدې ومــه جانانه!
 په سترګـــو کي مي ستــا ښکلې څېره راګرځــېدله

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery