ځواني له سړي يوسي تور ويښته له سړي واخلي
كرار كرار لګياوي ٬ وخت هرڅه له سړي واخلي
زموږ دا غمخواره هم دي پـــــــــــه شان دسوداګرو
تازه غمونه وركړي چي زاړه لــــه سړي واخلي
وښكلو ته دوهـــــــم ځل دكتو اجــــــــــــــازه نشته
په دانو په اول ځــــــــــل هغوي زړه له سړي يوسي
كه څوك خاكساري پريږدي نويې نفس له قابو وزي
دښمن بيا زورور شي چي چـــــاړه له سړي واخلي
دروېشه يـــــوځل شونډي در نژدې كړي او بيا لري
پــــــــه ايشنده ګرمۍ كي يار اوبه له سړي واخلي