دخپریدو نیټه : 2012-06-09 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
پښتو ژبه
امین متونوال
دپښتو نړیوالې ورځې په مناسبت دمبارکی وروسته ستاسو مخې ته خپل نوی شعر ږدم عنوان یې دی پښتو ژبه
=============================
حــیران یم چــې دا څه وشـول دا څه په پښــتو ژبه
په هر چــــاباندې بد لـــګي خــــواږه په پښـــتو ژبه
مونږ هــــر وخت دیو کس لپاره دومره قــــربانیان یو
چې نه غـــــږیږو هلته لــــو ی واړه په پښــــــتو ژبه
ترکومه چې مــــونږ خــــپله دپښـــتو قـــدر ونکـــړو
بــد رنګ به ؤ تـــر هـــغې زه او تـــه په پښـــــتو ژبه
لیدلي مــې یوڅوګ دي په پښــــتو ژبه شــرمیږي
ګـــــــني پرې ګــړیدل یې پلار نیـــکه په پښـــتو ژبه
چــــوپړ مــــو د پردۍ ژبې تر نــنه پــــــــورې کـــــړی
پریښولي مو پخـــــــپله دي هــــرڅه په پښــــتوژبه
په خدای چې تش په نوم یو دعوا ګیر دپښـتو ژبې
نه تاســــــې پرې پوهـــیږئ اونه زه په پښـــــتو ژبه
داچــــاوې پښــــــتو ژبه دمـــلي په نـــوم یادیـږي ؟
ته نرشه ته طلـــب کــړه یو ویــښته په پښـــتو ژبه!
دعــــا کــــــوه امینه پښتو ژبــه ورکــــه مه کـــــړې
یرغـــل دی هـــره خـــوا هره لـــحظه په پښــتو ژبه —