دستر شاعر غنی خان په یاد
زه دعشق لیونی یم ته څه وایی ملاجانه
خوښ په غرونو صحرانی یم ته څه وایی ملاجانه
په کعبه او په جومات می نه څه کار شته
زه ددښتو لیونی یم ته څه وایی ملاجانه
زما کار عاطفه مینه زه خلوص ته یم لیواله
مین زه ډیر پخوانی یم ته څه وایی ملاجانه
په خلوت کښی دساقی نه می وناب له خمه غواړم
تل بیهوشه خندنی یم ته څه وایی ملاجانه
ژوند او روح می صدقه شه ستا دعشق له روزګاره
ګل عزیزخو سپیلنی یم ته څه وایی ملاجانه
/۱۴/۶ / ۱۳۸۹
کارته نو- کابل