دخپریدو نیټه : 2012-06-12 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
نیمګړې یارانه
اسدالله زمری
د مستو هیلو دماتم په زور تندیږدمه زه
داغ د تقدیر ته د جفا په لورتندیږدمه زه
چې د وفا ګلان تالا والا شول ، ورژیدل
د سو ځیدلي تور بلبل په سکور تندی ږدمه زه
چې سترګې پټې کړمه دود مې له دماغه شی جګ
ستا د یادونو او جفا په اور تندی ږدمه زه
پرې چې چېنجې مې د ناکام محبت آجر راکړي
بې جنازې د خپل آرمان په ګور تندی ږدمه زه
تر څو ئې پټ زه ددنیا له ستغو سترګو کړمه
ستا د نېمګړې یارانی په تور تندی ږدمه زه