دخپریدو نیټه : 2012-06-24 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
غزل
مطیع الله (صالح)
چې بیا د سپي رقیب تر څنګ خو نه وو؟
ریباره نن هغه ګلرنګ خو نه وو؟
زړه چې غوښتله رانه مینه د یار
دا پخپل عمر باندې تنګ خو نه وو ؟
ملګرو زه خو په محفل کې نه وم
سوی په سرو لمبو پتنګ خو نه وو ؟
سوری سوری یې په ځیګر کړمه سم
دغه د وه وو سترګو جنګ خو نه وو ؟
محبت جوړ کړي د پادشاه نه ملنګ
مطیع الله صالح ملنګ خو نه وو ؟