وطنه تل د اوښکو په تذبو د يادوم
ملنګ غوندې په کلي او بانډو د يادوم
ته مور يي ته عزت يي ته مې ژوند يي باور وکړه
ستا خاوره مې رانجه شه په ليمو د يادوم
بيکوره شي بيموره شيي يتم شي او سوالګر شي
دردونه شي بيشماره په سلګو د يادوم
د زړه بړاس مې راباسمه د خوږ احساس په ژبه
که ځان مې لږ تسل کړم په شعرو د يادوم
د سولی په ارمان به په مونږ خاوری وی امباری
تقديره خفه نشې په ګيلو د يادوم
ارمان او د هجران په مينځ کې ګير حفيظ مليار يم
نفس چې مې په تن وي تر هغو د يادوم
ويانا د اتريش ښار