مــا د مــحــبــت پـــه لـــــویـــــه لاره حـــــرکــــت کـــړی
ای مــلــګــــــرو مــا د مــحــبــت ســه مــحــبــت کــړی
مــیـنـه کـه ګـنــاه ده نــو دا خپـل ځان ګـنـګار بـولم
مـا خـو تـل پـه مـیـنـه تــل د مـیـــنـې عـبـادت کــړی
زار شــمـه جــانــانـه د هــغــې جــذبـې نـه زار شـمه
چـا چـې د خپل قام او د وطن په نوم غېرت کړی
عـشـقـه جـادوګـره نیمه لاره کې مې پرې نه ږدې
تــا زمـا پــه زړه کـــې د کـلــــونــو سـلــطــنــت کـــړی
شـیــخـه نـــژدې مــه راځــه کـــږې وږې خــبـرې کـړي
تــا د مـحـبـت پـه نـوم نـفـرت سه مـصلـحـت کـړی
ســـوچ زمـا ازاد دی نـسیـم سـتـوریـه ورتـه ووایــه
چــا ویــلـې چــې مـا د خــوږې مـیـنې بغـاوت کړی