دخپریدو نیټه : 2012-07-05 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
واوره
محمد حامد الوتاند
واوره تولې نه چې قصې کوي دا
له بېلتانه څوې ګيلې کوي دا
هره پرده یې ګران جانان وایي
کله پروا د زمانې کوي دا
لږ ورته ځير شه ورته غوږ ونيسه
ټولې خبرې ښې پستې کوي دا
واوره تولې نه چې قصې کوي دا
له بېلتانه څوې ګيلې کوي دا
دا چې ټوک ، ټوک ، سورۍ ،سورۍ په زړه ده
د څوي زړه څوې آسرې کوي دا
د تورو غرو سپېرو لمنو کې بېا
د خوار شپونکي د زړه قصې کوي دا
واوره تولې نه چې قصې کوي دا
له بېلتانه څوې ګيلې کوي دا
چې مېن نوي دوی پرې نه پوهېږي
په مېنانو سرې لمبې کوي دا
که وي د مينې په رمزونو خبر
وایی خبرې ښې خوږې کوي دا
واوره تولې نه چې قصې کوي دا
له بېلتانه څوې ګيلې کوي دا
ته ځه ورځه چل او فرېب جوړوه
دا ګوره څومره ښې وږمې کوي دا
واعضه ځير شه ورته غوږ ونیسه
ځيګې خبرې هم پستې کوي دا
واوره تولې نه چې قصې کوي دا
له بېلتانه څوې ګيلې کوي دا
حامد چې کړي داسې بربڼدې وینا
وایی رېښتیا ځکه ترخې کوي دا
توره توپک پرېږدۍ قلم راواخلۍ
تل په افغان ملت نارې کوي دا
واوره تولې نه چې قصې کوي دا
له بېلتانه څوې ګيلې کوي دا