دخپریدو نیټه : 2012-07-07 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
حالات؟
رڼا مومندی
داڅه حالات دي چی ارمان ژړیږي
ماته دمینی ټول جهان ژړیږي
دستور د ژوند خو عجیبه غوندی شو
دلته ماشوم هلته موځوان ژړیږي
سترګی، ژړیږی او زړګی ژړیږی
درد خو مو پریږده چی درمان ژړیږي
داڅه معنی دژوندانه ده خدایه!
چی په هرلاره کی انسان ژړیږي
زه یی د فهم په لټوڼ کی ورکه
ولی دمینی غلامان ژړیږي
یا خو شکیدلی په لاسو د ظلم
یاېې د مینې غلامان ژړیږي
ټوټی ټوټي دانی دانی شوو خدایه!
څوبه مو ډار نن دهجران ژړیږي
کاروان دزړونو ستړی شوی ژونده!
اخر ترڅو به مو ساروان ژړیږي؟
بی وسی کوکی مو انسان نه اوری
که نه په سترګو کې اسمان ژړیږي
(ربه) ترکله او ترکومه پورې
دا خوار بچې زما افغان ژړیږي؟