دخپریدو نیټه : 2012-07-07 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
غزل
نجیب الله پیمان
راته به جوړ کلي کې شور کړې ډیره مه راګوره
راپورې پورې به څه تور کړې ډیره مه راګوره
زه مې دا خپلې غریبۍ په سر اخیستی یمه
هسې نه جوړ راته پیغور کړې ډیره مه راګوره
ملک د پښتو په نه خبر د سړي سر پریکوي
پورې په ما به کوم یو تور کړې ډیره مه راګوره
اوس خو نو څه نا څه په غم کې د روزګار ستړی یم
بیابه مې ټول عمر په کور کې ډیره مه راګوره
د لته د مینې مجرمان خلک په مرګ ګواښوي
د مینې اور به کړې در پورې ډیره مه را ګوره
لږ ګذاره کوه دازه درسره درسته شپه یم
لاس د له غېږې را چاپیر کړه ډېره مه راګوره
د کلي مینځ! د لارې سر کې! خولګۍ مه راکوه
خلک له هر لوري راګوري ډېره مه را ګوره
څومره د جوخت څومره د ښکل څومره د وڅټلم ؟؟؟
هسې نه زړه د رانه تور کړې ډېره مه را ګوره
چې سترګې تورې زلفې خوشې راپه مخ شې اشنا
اخر به کور په پیمان ګور کړې ډېره مه را ګوره