مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2012-07-11   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

پښتونخوا

جاوېد احمدزی


دا د پښتنو وطن دی پښتونخوا نوميږي
هر يو بچی يې تورزن دی پښتونخوا نوميږي
وطن په عشق کې ګوره دا هسې سربازان دي
تړلی په سر کفن دی  پښتونخوا نوميږي
ځوان دی که بوډا قربانيږي د وطن په ننګ
دې ته حيران هر دښمن دی پښتونخوا نوميږي
هر بوټه يې خړوبيږي د غيرت  په   وينو
ښايسته زرغون چمن دی پښتونخوا نوميږي
خود به په لړزا وي غليم له تش میدان څخه
دلته کې هر يو تورزن دی پښتونخوا نوميږي
ورزي جنګ ډګر ته په ګډا د ډولو  سره
دا ټول مين پر اتڼ دي پښتونخوا نوميږي
زه احمدزی چې په جګو غرونو يې مين يم
دا غرونه زما ګلشن دی پښتونخوا نوميږي

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery