دخپریدو نیټه : 2012-07-14 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
د ځناور جلسه
ډاکټر فضلي الکوزی
چا کیسه را ته کوله په ځنګل کښی وم روان
چی ورپیښ شوم ځناورو ډیر خندل او وه خندان
نوله ځانه سره حیران شوم چی دا څرنګه کیسه ده
ورنیږدی شوم ډیر په ویره چی یی وکړمه پرسان
د ځنګل پادشاه غږ وکړو چی راځه ای آدم ذاته
زموږ پر تاسو کښی جلسه ده درته هک یو هم حیران
خدای درکړی لوی لقب دی خویی نکړی احترام
موږ له تاسو ستړی سوی هر ځای غوښی مو پاشان
میلمستیاوی دی روانی هم په دښتو او په غرونو
دا زموږ ځناور ګوره دوی دی مست لکه خانان
اوس مو بحث پردی موضوع دی چی دعا که ښیرا وکړو
دا په خپلو کښی چی وژنی زموږ توود دی دستر خوان
څوک له سره ستړی شوی څوک مو نخوری لاس او پښه
لیوه وایی څه پروا کړی دا دی شهر نا پرسان
چغال هلته بیا موسکی شو دا د عقل خاوندان
پریږده ولی نصیحت کړی دوی له موږ دی جاهلان
د سرکوزی نوبت راغلی مات پر ملا شین له خدا شو
ما میلی دی ډیری کړی په ماشوم هم یی پر ځان
د نورس هغه ماشوم خوږه غوښه می خوړله
مور په سترګو کښی یی اوښکی خپله سا یی ورکوله
ګیدړ لیری غږ پری وکړ ای ناځوانه تنا خوره
بیا سرکوزی ځواب ورکړ دا خیرات دی تل روان
هک حیران او چوپه خوله وم خپل تقدیر او هم پر ځان
چی دا څرنګه ژوندو ن دی چی را خاندی بیزو ګان
زه له یری رپیدلم پر خپل حال می ژړا را غله
تور ښامار په غړمبیدا شو ولی سپین یی لکه سان
ما په ځواب کښی ورته وویل ما به خوری که می پریږدی
په موسکا یی راته ووی زموږ میلمه یی موږ خانان
چی ورخی الله دی مل شه ولی پاتی شه تر پایه
چی څه زده کړی څه خو یوسی اوس موږ ټول یوو استادان
خره ویل ای انسانه ستا خانه دی وی آباده
تاسو یو بل پسی سر یاست زه اوس دانګم په میدان
ځکه زما غوښه تر خه ده دوی ټول خوری دا انسانان
یو د بل غوښی را لیږی ستاسو کور دی وی ودان