دخپریدو نیټه : 2012-07-14 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
بېړنى خبر
محمد اسمعيل يون
سره کرښه
ځل ځل
بل بل
ډېره لنډه
ډېره تېزه
را ښکاره شوه په سکرين
د تلوېزيون
ژر شوه تېره بيا راتېره
زړه مې ډب کړ
زړه مې ډيب کړ
زړه مې درز کړ
بيا به څوک وي؟
بيا به څوک؟
کوم وکيل
کوم يو ملک
کوم ښوونکى
کومه پېغله
کوم ماشوم د ښوونځي؟
يوځل بيا سکرين ته ځير شوم
بيا الوتي
بيا پرېوتي
تورو خاورو کې شټېږي
لاس يې يو سر يې بل چېرته
ټولوي يې اندامونه
د وجود
سپينو کڅوړو کې پوليس
پوليس هم په وينو رنګ
ځمکه هم په وينو سره
هلته پورته
رېبل شوي دي
د شنو ونو شاخونه
نيم دي سوي لوغړن
هلته لرې په بر شاخ کې
دى راځوړند کمربند
د ښوونځي د کوم ماشوم
څاڅکى څاڅکى
وينه څاڅي
مور يې ژاړي ګرېوان څيرې
لګوي تندى پر ځمکه
سولوي خاورې په خولې
وايي څه شو زوى مې څه شو؟
ما خو نن سهار چوف کړى
له قرانه مې تېر کړى
ټول سورت مې پرې ويلى
نو بيا ولې
نو بيا ولې
خدايه خدايه
لويه خدايه!
يو سپين ږيرى هلته لرې
د پوليس ترڅنګ ولاړ دى
څوک يې نه پرېږدي صحنې ته
د لونګۍ شمله يې خوله کې
پيڅکه سترګو ته نيولې
داسې ژاړي داسې ژاړي
لکه چا يې چې سينه کې
د ځيګر ټوټه رېبلې
زه هم ګورم تلوېزيون ته
د سکرين پرمخ بيا ليک شول
شل ټپيان، شل وژل شوي
شل لا نور هم لا درک دي
يو سربول، يو سندرغاړى
يو وکيل د قوم سپين ږيرى
يو ښوونکى
زده کوونکى
يوه مور
او يو تي روى هم شامل دي
په ټپيانو
او په مړو کې
ژر مې لاس کړ ټلېفون ته
يوه نومره مې کړه ډايله
وروره څنګه يې خيريت دى؟
زه خو ښه يمه ته ښه يې؟
خو غږ نه راځي په فون کې
يو سورت دى، تلاوت دى
د قران د سورتونو
بيا مې زنګ
په زوره تېر کړ
وروره څنګه يې خيرت دى؟
بيا سورت دى
بيا سورت
تلاوت دى تلاوت
شېبه پس زنګ راغى
له کوره
يو اواز و غريو نيولى
يو فرياد و غريو نيولى
ما ويل څه دي؟
ژر ووايه؟
هغه هغه...
هغه بم چې نن چاودلى
ها ځانمرګى بريد چې شوى
ها چې شل يې دي وژلي
ها چې شل يې ټپيان کړي
ها چې ته پرې نازېدلې
ها چې ته پرې وياړېدلې
ها باتور او شمله ور
ها د قوم چې مخور
هغه ورور يې ستا وژلى
سترګو تور يې ستا وژلى.
١٣٩١ل کال، د چنګاښ ٢٤مه
ارګ، د جمهوري رياست ماڼۍ، کابل