څوک به وعظونه څوک سجدی کوي
زمازړه شپې په میکدې کوي
ناری سورې وهي عاشق زړګې می
دستور دمینی بې پردی کوي
ترخه شراب غواړم بی هوشه ښه یم
بس ملاجان دې شهد شیدې کوي
ملا دحورواوشهوت لپاره
خپل ځان او خلکوته وعدی کوي
زه یم دیاردعشق مجنون لیونی
څوک ښه کوي څوک ناکردی کوي
ځواني دوخت توپان کی ډوبه شوله
ګذران مرګي سره نږدی کوي
بخته له تا دعشق منزل غواړمه
وخت جفاکار دی ناکردی کوي
ګل عزیزموړ لاپه وصلت نه یمه
بیلتون لګیا دی ارادی کوي
۱/ ۴/ ۱۳۹۱ هش
کابل – کارته نو