چې په ستړو سترګو ګورې او د مینې لاره نکړې
ما ځولۍ درته نیولې چې مې برخه خواره نکړې
هسې نه چې په دنیا کې له هرچانه کناره شم
په زړګي کې مې د مینې ناوکۍ بیداره نکړې
جدایي سخته خواري ده ربه ته مې ترینه ساته
د بیلتون د زور خو نه یم خدایه ما بې یاره نکړې
ډیر له هرچا ځوریدلی (شاه ولي مجبور) نه تیر شه
اوس مې لږه پښه نیولې چې مې بیا بیکاره نه کړې