لاره موشته کورته مزل موداغزوپه سرده
لاهم تراوسه زموږژوندون دتوروغروپه سرده
کابله مه ژاړه څه ډاډلاوه خيبرته ورکړه
خيبره ستاازادي هم دپښتنوپه سرده
دميونددښته به خندانه غوندي ولې نه وي
چي خپل واکي يه دمينوجنکوپه سرده
افغانستانه ستاپه مينه هربچی جنګيږي
څوغدارانونه تاوان ستادبچوپه سرده
چي ايمان اودوطن په نوم چاځان قربان کړ
نوم يې تراوسه دوطن دتاريخوپه سرده
داديورپ جنکۍ څه دي چي سينګاريه کړی
زموږسينګاردبدخشان دسرولعلوپه سرده
حميدي تل ليکه غزلې دملت دغمه
بس دازله دي قلم دارمانوپه سرده
کډوال ادبي ټولنه مسلم باغ کډوال پنډغالی