غټ تربڼو لاندي راګوري د روژې مازديګر
راووزي دواړي سترګي توري د روژې مازديګر
مونږ يې د کاره د روزګاره څخه و ايستلو
شونډي يې دواړي سړي خوري دروژې مازديګر
د رقيبانو ، غمازانو هيڅ پروامه کوه
راسه زما غريب پر لوري د روژې مازديګر
بيا کم يتیم په ژړا سر دی فريادونه کوي
وږی يم ډېر ادکي موري د روژې مازديګر
په مخ ښايستې زلفي تار تار که ګلورين جانانه
په(نصرت)سرې لمبې که پوري دروژې مازدیګر