ما اخته به په ژړا کړې یاره ته چه راته خاندې
د غم شپه به هم سبا کړې یاره ته چه راته خاندې
راته مخامخ په سترګو کې مسکی شه خدای دپاره
ما په سمه لار خطا کړې یاره ته چه راته خاندې
دې دنیا پروا به نه ساتې جنانه دا مې واوره!
لنډه لار راته اوږده کړې یاره ته چه راته خاندې
هر یو راز به سړی پټ کړي دې دنیا د هر انسانه
هر یو درد به مې ښکاره کړې یاره ته چه راته خاندې
ډېر نازونه ، آداګانې دا دې مینې علامه ده
ما «نالان» به دې سزا کړې یاره ته چه راته خاندې
خوست