مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2012-07-30   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

زه

مجیدقرار

زه لا هغه یم له وختونو سره نور نشومه
 زه له دېګونو سره کښېناستمه تور نشومه
 
په زخمي تلو تر منزله پورې لاړمه خو
 کله له نازه هم د چا پر اوږو سپور نشومه
 
زه لکه مینه بې ازاره اوسېدلی یمه
 زه استعمال د چا په ضد لکه د زور نشومه
 
بیا ایره نشوم، زه چې یو ځلې روښانه شومه
 ... پر خپل کردار مې پښېمانه لکه سکور نشومه
 
دا چې څه ومه، چې څه شومه، خپل وجود ومه زه
 زه د بل چا د مخ پېښه، لکه انځور نشومه
 
د ډېوې اور یم له خپل ځایه مې رڼا کوله
 د لوخو اور غوندې د بل ځمکې ته خپور نشومه
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery