مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2012-08-05   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

غزل

ډاکتر حسن


دځوانۍ په هنګاموکې درته راغلم
لاس دې راکړه په تیاروکې درته راغلم

تاو پټۍ رانه ګلپاڼې درخسارکړه
لکه اوښکه په ازغوکې درته راغلم

که هرڅووم بې باکۍ په مخه کړی
دحیاپه بدرګو کې درته راغلم

دلندوشونډوپه غیږ کې مې درټینګ کړه
دالفت په سرولمبوکې درته راغلم

تا له څومره اطمینان سره رخصت کړم
زه په څومره اندیښنوکې درته راغلم

لارمې ورکه وه ددوی پل مې راواخیست
دسپوږمۍ په پلوشوکې درته راغلم

ټول رازونه مې دزړه پکې ښکاریږي
دسندروپه جاموکې درته راغلم

دسرورپه مسرت کې به دې ډوب کړم
دغزل په پیمانوکې درته راغلم

وې : (حسنه) ته اوخدای چې ځنګه ښکارم
ستادشعرپه ایینوکې درته راغلم

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery