دوحشت په زولنو کې بندي پاتي یو
مونږ ته تیاري د ظلمتونو لا تمامې نه دي
زمونږ د زړونو له نارو نه اسمانو وژړل
بیلتونه ستا خو په مونږ سخې لا تمامې نه دي
موږ لا ټکرې د نادودو له طوپان سره خورو
دلته، پيرې په مونږ د اوښکو لا تمامې نه دې
زمونږه سترګو کې مین ګلاب غوټي پاتې دی
دلته د ظلم ترانې چیرته خزانې نه دي
مونږه په سکروټو د اورونو کې هر یو ګام جږ کړې
دلته تګ لارې د ژوندون دومره اساني نه دی
مونږه د غم ګریوان کې زانګو او سندرې بولو
دلته په شوڼډو د خندا کیسې روانې نه دي
دلته مو شک په یو او بل ده څه دهشت چلیږې!
دلته په زړه د اعتبار خونې ودانې نه دي
دلته مالت د انديښنو اود دردونو شو نن
دلته د چا سترګې وحشت پوري حیراني نه دي
خدایه راپیښۍ کړه څه نوۍ پريښتې د سولې؟
دا چې راغلې دي، په مونږه مهربانه نه دي