چي څو کلونه
درباندي تیر سي
شي به ځوانی ستا
سړه تر واورې
زړښت به غوڅ کړي
ستا دنګه ونه
او ستا دسترګو درمز
خوږي خبري
ستا اننګي او لبان
او ستا دزلفو ماران
دا هرڅه هرڅه
چي نن یې وینم
داسي به نه وي
زړه جلبونکي
نن یې لا وخت ده ګرانې
کړه دې قربان پیغلتوب
دخپل مین په وړاندې
ځکه ویرېږم ګرانې
چي څو کلونه تیرشي
ستا دبه دحسن زمرئ
دښکار کولو نه وي
په مینه
سهیلی پښتونخوامسلم باغ