دخپریدو نیټه : 2012-08-18 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
د کنړ شهيدانو ته
اجمل اټک يوسفزی
د کالبوت غوندې انسان نه مې زړه تور شو
د بې درده مسلمان نه مې زړه تور شو
چې شيطان ترې امان غواړي ورنه تښتي
داسې يار داسې جانان نه مې زړه تور شو
چې مې تنده پيمانو خړوبهنه کړه
د ساقي او د باران نه مې زړه تور شو
چې د بل په غم خوشاله پخپل ژاړي
د خپل زړه او د خپل ځان نه مې زړه تور
چې د بل ژوند قربانۍ تر خپل هوسه
د زمري غوندې حيوان نه مې زړه تور شو
چې په ژبه او شمله باندې شرميږي
دې پښتون او دې افغان نه مې زړه تور شو
چې په خوله يې لاالا په زړه کافر دی
اسلامي ملک پاکستان نه مې زړه تور شو
چې امو رايادوې اټک دې هېر دی
يوسفزيه ستا بيان نه مې زړه تور شو
/ کامه