دلته شور دماشومانو انجوني زانګی په ټالونه
چا ښایسته جامی په تن دی لکه وي دباغ ګلونه
ځینی پلار ترلاس نیولی دمیلی په طرف درومی
یا دورورپه مخکی درومی خوشحالي کوي سیلونه
څوک روپۍ داختر شمیري ورته کاندی خنداګانی
چا دلوبو څیز اخستی کړي هر رنګه اوازونه
هر وایی نن اختر دی دغه ورځ دخوشحالو ده
مونږ به بیا میلی ته لاړ شو کړو پوره به ارمانونه
زه پوه نه یم اختر څه وی خلک ولی دي خوشحاله
مونږ بیګاه نهر ویده وو دا اختر دی که غمونه
زما پلار جنګ کی شهید شو مونږه پاتی یتیمان شو
داخپل حال چاته بیان کړم ځي له سترګومی رودونه
بس ماړه چه مونږپه نس یونوهماغه ورځ اختر دی
چه په شکور کی ډوډۍ وینو دا ختر دی اوجشنونه
چا بنګلی ماڼۍ کړی جوړی دادچا له برکته
ګل عزیزه کرارکښینه چاته مه وایه حالونه
۲۹/ ۵ / ۱۳۹۱
کابل- کارته نو-کوچنی اختر ورځ