دخپریدو نیټه : 2012-08-25 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
غزل
داود تپاند
ښکليه ياره ! که په هره خوا به تلې،تلې
زما سترګې به پر لاره تاپسې،تلې
د ګلاب پر سر د پرخې کيسه دا وه
چې په سرغرمه پر ښکلي مخ خولې،تلې
اسويلي نه و، اهونه، نه و ياره
له دې زړه نه مې لوګي وتل لمبې تلې
زه د شمعې غوند اور د عشق اوبه کړم
کنه شپې به په ما هسې هم راتلې،تلې
د لمرمخيو د ديدن خبره نه وه
له ناکامه به په لمر پسې زرې، تلې
ما يو ښکلي ته د زړه خبره وکړه
په دې لاره به د ښکلو قافلې،تلې
تپان دا يو چاته وويل او چوپ شو
اخ ته څرنګه په زړونو کې ختې،تلې.