مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2012-08-27   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

غزل

امین متونوال


سم دم په لاره ځم په زړه حمله راباندې راشي
تپ تور شمه په سترګو بس تياره راباندې راشي
ودريږم ورته ځكه ګوندې ستا خوشبويي راوړي
سحر كې چې له شرقه الويښه راباندې راشي
دهجر وچكلى وهلى زړه به پرې اوبه كړم
باران ستا ددين كه څه شيبه راباندې راشي
دښكلو په محفل كې مې جلا په بله بوځي
د تيرو ديد نونو يوه څپه راباندې راشي
يا ديږي دهغه چې هسې نه چيرته رسوا شو
تا ويل د لارې سر دى كه څوګ تله راباندې راشي
امينه لوانيه چې پرون په وعده نه وه
نو نن به وايه څنګه چې هغه راباندې راشي
_________
متحده عرب امارات

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery