دخپریدو نیټه : 2012-08-29 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
غزل
محبوب شاه محبوب
تـــــه د خــېرات په بـانـــه راغلـــــــې اوس قلنګ غواړې
زه امـــــن غـــواړمه ملــــــنګه خــــــو تـــه جــــنګ غواړې
دېرې شوې شاړې زلمي مړه دي سيتار هم مات شوى
اوس رانه ولې د مات شـــــوي سيتـــار ترنـــګ غواړې
د رڼا ګانــــو په ښـــــار ورکــــه پـــه مــــاڅــــه تــــېر شوي
ته اوس لا هاغسې خوبــــــونه څنـــــګ په څنګ غواړې
زه مې د مور د دوايي پېســــــو تـــــه هــــــم حـــــيران يـم
وړوکى خانه زه يې د کومــــــه کـــــــــړم ته بنګ غواړې
ګوره ښه پوى يې چې نکريزې په ښادۍ کې ښـــې وي
ته د باردو سوي چـــم کـــــــې هــــــم لونـــــــګ غــــواړې
زه يو تالا کنډر ته ناســــــت يمــــــه خپـــل غـم مې ژاړم
ته د محبوب نه څه د شين پــــسرلي رنـــګ غــــــواړې