که مونږه دواړه د يو بل نشو نو څه به کاوه
دا راته ووايه چې ژوند به کاوه نه به کاوه
بيا هم ژوندون دي دې کې هر رنګه خبرې راځې
بد خو دې ورک شي مړه يار خير دې ښه به کاوه
که خلک هر څه ، څه ووايې سر پرې مه خوږوه
مونږ د زړونو غلامان غلامان خوښه د زړه به کاوه
ته دې د مور نه په بهانه زمونږه کور ته راځه
ښکلې قيصې د تير وختونو په باره به کاوه
څنګ په اسانه دې غورځنګه دا خبره وکړه
په يو اختر او بل اختر کې تله راتله به کاوه