سلامونه او درناوې(؟؟؟؟؟؟؟؟؟) ته!
ګرانې شاید دلیک په لیدلو دی هغې ټولې تراشلې تابلوګانې چې دیو نالیدلي انځور په موخه دی په خوارۍ او د شپو شپو شوګیرونوپه کولو دی د زړه په وینو تراشلي وې دوحشت ویروونکو کندو ته دې غورځولي وي.
خو زه هم څه وکړم او له کوم ځایه یې پيل کړم، خدای شته دپيل خبرې هم نلرم او پدې هم نه پوهیږم چې خپل نیمګړي احساسات څنګه دکاغذ پرمخ په تورو باندې درته ولیکم!
زه خو یې دلیکلو وړځان نه بولم او نه غواړم چې شف، شف وکړم خو ځه! سترګې پټوم او شفتالو ترې جوړوم!
دهغې ورځې چې ستا میسج مې د موبایل په سکرین چې دمینې پيغام یې له ځان سره در لودڅرګند شو ورسره مې یوځای دخپل عقلانیت او فکرونو مزې دخپل نورمال حالت نه په وتو شو او په ناببره توګه مې دلومړي ځل لپاره خپل زړه وبایلود! د یوچا دمینې په نوم!!!
دهغې ورځې وروسته مو دورځې په سل ګونه دمینې پيغامونه له یو اوبل سره شریکول چې خدای شته په ژوند کې راته ډير ارزښت او همدغه ژوند دی چې زه یې په عمر حسابوم.
ددغې لیک دنیټې څخه څلور کاله او نولس ورځې،شپږ ساعتونه او دوه ویشت دقیقې تیریږي او زه په همدغه ورځ دملي فوځ په لیکو کې جذب شوې وم او دهېواد د ځمکنۍ بشپړتیا دساتنې هوډ مې درلود دای دخپلې قدرمنې دندې ترڅنګ مې ته ستا درانه یادونه او د مینې خبرې هم د هېواد په دنګو دنګو غرونو او شاړو کې له ځان سره ګرځولې را ګرځولې،د الهام خبرې مې ورسره کولې.
ستا دپيغلتوب سپیځلو احساساتو زه اړم کړم چې تر هرچا په سرښندونو کې مخکښ شم ، هغه لنډۍ خو به دی یاده وي چې په ټپ غږ به دی زمزمه کوله.
ځان د وطن په مینه مړ کړه
چې جنازه دی داسمان فریشتي وړینه..
ګرانې له یاده خو به دې نه وي ویستلې، زه باور لرم چې ټولو پښتني احساسات به دی زما ددغه اخري لیک لوستلو ته کابو کړې وي، ځکه په هغه ټاټوبي چې تا فخر کولو او زما سپیځلې دنده به دی عبادت او مړینه به دی ستره مرتبه شمېرله دادی زه اوس خپلو موخو ته نژدې شوې یم.
د۱۳۹۱ کال دسنبلې په ۱۸ نیټه دسهار۷ بجې دی چې زه دکونړ ولایت په هسکو غرونو کې ددې خاورې د ددایمي دښمنانو پنجابیانو سره دخپل ټاټوبي د دفاع په موخه خپل سر او اند ستا ځواني قربانوم، پدې باور لرم چې زما دسر دنذرانې ترڅنګ به خپلې ځوانۍ او پيغلتوب قربانولو ته چمتو یې. او دغه ویاړ به دشهیدانو داونۍ دهېواد ساتنې شهیدانو دیوبل تن په نذرانې پيل شي.
زه چې دلیک وروستۍ کرښو ته نژدې شوې یم او دپنچابیانو په ګولیو مې دسینې چپ اړخ لګیدلی او دبهیدونکو سورو وینو څخه مې دلیک متن بشپړ کړې اخرنۍ غوښتنې په توګه درنه یوه هیله لرم..
ګرانې دمرګ په خبر مې د خفګان او مایوسۍ احساس هیڅکله ونکړې، د وصیت سره سم مې دکونړ په هسکو غرونو کې په لوړه تپه خښ او خپله هغه لوپټه دی چې دافغانستان دتور،سور او زرغون بیرغ څخه دی زما لپاره جوړه کړې وه زما دقبر پرسر دنخترو په لښته کلکه وتړه ترڅوپنجابی او نور یرغلګر پدې وپوهیږي چې افغانان دخپل ټاټوبي ساتنې ته ددې وطن دپښتنو پیغلوټو لوپټې تر سر تړلي او خپل سرونه یې په لاس کې دسرښندنې په موخه کلک نیولي.
ګرانې یوه خبره چې باید مخکې مې لیکلې وه ستالیونۍ او تل پاتې مینې مې له یاده و ویسته هغه داچې دملي بیرغ څخه دی په جوړه کړې لوپټې په کونچ کې د خپلې ښکلې نامې څلور توري لیکل له یاده مه باسه.
کابل / هوایي میدان د وږي ۱۷ مه د دشپې ۱۲ بجې