دخپریدو نیټه : 2012-09-11 مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل
راپسې
اجمل اټک يوسفزی
نه مې پرېږدي خوب ته راپسې راشي
ستا يادونه خوب غوندې دشپې راشي
نه يادوم نوم دې زه پخپله اوس
زړه ته چې مې راشي نو په خولې راشي
څو ځل مې توبه له ترانو ويسته
ستا سترګو خوږو نه زمزمې راشي
ساده باده سړی يم نه پوهېږم
چې يوازې شم بس فلسفې راشي
چې هسې د اټک د راتلو واوري
بس کاڼو نه د ګلو وږمې راشي