دخپریدو نیټه : 2012-09-14 مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل
غزل
عادله حصین
په زړه یې راکړه ګوزارونه توره شپه وه
ځیګر کې جوړشول پرهارونه توره شپه وه
هر ساعت راباندې کال شو ای زړګیه
ځه عجب دي دا وختونه توره شپه وه
نیمه شپه په انتظار زه ورته ناسته
یارمې وکړل کوزارونه توره شپه وه
پیژندلي مود شګو کوټنۍ ده
ورانه کړې سیلابونو توره شپه وه
په وروستو کې به زه داسې درته وایم
حصینې وکړه فریادونه توره شپه وه