دخپریدو نیټه : 2012-09-15 مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل
اف خدايه !
اجمل اټک يوسفزی
اف خدايه !
زه غږېدی نه شمه څه وکړمه
خدايه ګونکی نه شمه څه وکړمه
پدې تندي يې راته څه ليکلي
زه يې لوستی نه شمه څه وکړمه
لږ مې راپورته کړه لاس راکړه مه ځه
زه ودرېدی نه شمه څه وکړمه
د بلبل کړيکو مې غوږونه ټپ کړل
څه اورېدی نه شمه څه وکړمه
زړه مې زخمي دی زلفې مه خلاصوه
پرې زنګېدی نه شمه څه وکړمه
د چا نه لاس د چا نه پښه پرې شوې
چې لېونی نه شمه څه وکړمه
د چا ګرېوان کې تڼۍ پاتې نه ده
پښتون کتی نه شمه څه وکړمه
چې توره وانخلم او ژوند پرېنږدم
چې شا زلمی نه شمه څه وکړمه
بېګا خوشال بابا ژړل ويل يې
اف زه درتلی نه شمه څه وکړمه
اټکه ستا ليلا ليلا ښايست ته
چې سپلنی نه شمه څه وکړمه