دخپریدو نیټه : 2012-09-16 مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل
مینه او نفرت
حاجی ګل عزیز کامه وال
څوک چه سوله په ګناه کاندی حساب
کړي اغاذ به دغمونو یولوی باب
څه بی رحمه انسانان وینم زه دلته
څښی به ویني دادم لکه شراب
نه پوهیږم چه لادا څنګه ضمیر دی
چه نفرت کینه او جنګ یی وي اسباب
نه خو میني او نه عشق ته دی لیواله
په جګړو کی لټوي ځانته ثواب
دقلم په ځای ټوپک په اوږو اخلی
دی ته وکړم زه په کوم نامه خطاب
فکر مند چه څوک دعدل په کا رنه وي
پټوي په دوو ګوتو سپین آفتاب
کار دسولی ته همه ملت بیدار کړه
ګل عزیزه حان کړه پوه په دی کتاب