دخپریدو نیټه : 2012-09-18 مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل
غزل
ګل رحمن رحماني
نه دجومات یاران را پاتې نه دجام ملګري
دیوه مزار په سر راغونډ وي هر ماښام ملګري
یوازې زه لکه تړلی ستا لپاره تم شوم
راځینې ولاړل مخ په وړاندې ګام په ګام ملګري
کلی مې پرېښود له هغې مې توبه ویسته خو
کله ناکله یې راوړي راته سلام ملګري
دژوند له غره چې پرېوتلم لاس یې نه راکاوه
خو جنازې ته مې ولاړ دي لاس په نام ملګري
زموږ دزړونو سرزوري څه کړي ، تقدیرڅه کوي ؟
ماخو ونه لیدل دمینې دانجام ملګري
نه دې ښاغلی راته وايي نه دې ناز راکوي
خو دا ستانوم دې راته اخلي ډېر په پام ملګري
مینې دا ته وې چې دا ویاړ دې رحماني ته ورکړ
ورته ولاړ وي هره خوا په احترام ملګري