دخپریدو نیټه : 2012-09-23 مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل
غزل
فضل الرحیم عابد
که دزړه چيغه مې له درده تر اسمانه رسي
دا سلسله دمحبت مې تر جانانه رسي
که نن يې بيا دحسن نازپه ليمو وانخلمه
زور به يې ټول زما دتڼيو تر ګريوانه رسي
خدايږو چه داځل خومې دومره په زړه اورې اشنا
چه يادول دې راته اوښکو تر بارانه رسي
ټول به دستا له برکته وي احسان دې منم
که مې غزل که مې ټپه ترياقربانه رسي
عابده ستا هم څه دګټې درک نه لګيږي
هره سودا د محبت دې تر تاوانه رسې