دلته غوڅ شوي دظالم او ځیګرورلاسونه
دلته پری شوي دغاصب او غارتګر لاسونه
دلته په ډیر غرورراغلی له ډیر زوره سره
دلته بی حده شرمیدلی مات یی سر لاسونه
دلته دخلکو ککریو نه غونډۍ جوړی دي
دلته غیرت سره ورکړي هر ټبر لاسونه
دتخت او تاز په امیدونو چه راغلی دلته
بیا تړل شوي په ځنځیر دیرغلګر لاسونه
څوک په دی طمع چه به تاج دپاچاهۍ په سرکړم
سر یی مات شوی بیا یی ایښی په پرهرلاسونه
داد زمریوباتورانو ننګیالیو کور دی
هر یو جابر دی تښتیدلی په کسکر لاسونه
دغه ګلشن به خدای سمسورکړي آبادي به راشي
که په رښتیا لنډ شي له مونږ نه دبهر لاسونه
ای ګل عزیزه چه پری کار دپاکی سولی کوي
دمچولو دي همدا دي بختور لاسونه
کابل – کارته نو
۲/۹/ ۲۰۰۸