دخپریدو نیټه : 2012-10-01 مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل
غزل
ډاکتر حسن
دسپېڅلوزړنو ژباړې شي جونګړې
په هر غم کې ور تر غاړې شي جونګړې
مونږ خو جوړي دي په سترګوکې مه ژاړه
له اوبوسره به لاړ ې شي جونګړې
مونږ ه هم که په زخمونووپټۍ کېږدو
ددردونوبه ويجاړې شي جونګړې
دمحل مغرورکه اوس ور پورې خاندي
خو یووخت به ورته داړ ې شي جونګړې
مېز باني دزرپرستو پکې نه کړو
په دې ګندبه مومرداړې شي جونګړې