مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2012-10-06   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

غزل

امين متونوال
ژوند مې تريږي په څلورو ديوالونو كې ګير
ته وه كټ مت لكه اسير وي ځنځيرونو كې ګير
هغه به څه دې ګلورينې دنيا خوند اخلي
چې وي دردونه يې د تن په پرهرونو كې ګير
خالي ورګورم په هو نه مې شنډې نه ښوريږي
لكه يوسف (ع) دتجارانو په نرخونو كې ګير
لكه كابل په نوم ژوندى يم خو ژوند نه راكوي
دژوند اختيار مې دى دغيرو په لاسونو كې ګير
لاسونه پورته په دعا كړه ما له خدايه غواړه
گلې ډير سخت يم دهجران په طوفانونو كې ګير
هغه سر شوخه پخپل سر هغه امين متونوال
هغه خودى اوس دپردي وطن ګردونو كې ګير
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery