دخپریدو نیټه : 2012-10-07 مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل
غزل
امین متونوال
ژوند مې تیريږي په څلورو ديوالونو كې ګير
ته وه كټ مت لكه اسير وي ځنځيرونو كې ګير
هغه به څه دې ګلورينې دنيا خوند اخلي
چې وي دردونه يې د تن په پرهرونو كې ګير
خالي ورګورم په هو نه مې شنډې نه ښوريږي
لكه يوسف (ع) دتجارانو په نرخونو كې ګير
لكه كابل په نوم ژوندى يم خو ژوند نه راكوي
دژوند اختيار مې دى دغيرو په لاسونو كې ګير
لاسونه پورته په دعا كړه ما له خدايه غواړه
گلې ډير سخت يم دهجران په طوفانونو كې ګير
هغه سر شوخه پخپل سر هغه امين متونوال
هغه خودى اوس دپردي وطن ګردونو كې ګير