دخپریدو نیټه : 2012-10-09 مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل
وطنه
احمدجان نوزادي
زه به هله وخاندم کله چی ته وخاندی
ستا د ی ګرمو اوښکو ته فقط ستا دښمنان خاندی
مړخو هغه مړی دی چی پر شاباندی ټپونه وی
ستا سوری ټټر ته بس یوازی نامردان خاندی
ویاړ می یی وطنه سر می جار ستا د زمریو شه
ستا و کارنامو ته د تاریخ قهرمانان خاندی
زه په دی باور یم یوه ورځ به دی اباد کړمه
ستا هری دری ته، هر ځنګله ته شنه زمریان خاندی
سور او شین بیرغ دی ستا په غرونو کی رپانده وی
زما ورته سلام دی احتزاز ته یی شازلمیان خاندی
ستا دملالۍ تاریخ بله خور ژوندی کاندی
جنګ ته د میوند خو د میوند پهلوانان خاندی
جار دی ترقلم شم خوشحال خانه ای زموږ بابا
ستا هری مصرع ته لیکوالان او ادیبان خاند
توره د خوشحال خو لا تر اوسه هم بريښنا کوی
ځل ته دی د توری بس زمریان د خراسان خاندی
دا خو لیری نه ده تورکارغان د بڼه وتښتی
بیا به دی چمن ته بلبلان ددی بوستان خاندی
زه به هله وخاندم کله چی ته وخاندی
ستا وګرمو اوښکو ته فقط دښمنان خاندی