دخپریدو نیټه : 2012-10-10 مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل
دسپي عقل
حاجی ګل عزیز کامه وال
یوه ورځ په یوه دښته بیابان کی
ګرځیده سپی په تلاش دکوم انسان کی
دیودوست دلټون کړی یی تکل وو
ګرځیده سپی که به دښته که ځنګل وو
ناڅاپی سپی برابر په یوګیدړشو
چه هم شکل وودسپي اورنګ یی خړشو
ګیدړ وکړه تری پوښتنه داحوال
سپي شروع کړو ورته داسی قیل او قال
سپي ویل زما پکار دی ښه ملګری
تیروم ورسره ژوند می دی نیمګړی
هغه دم ورته ګیدړ وکړوبیان
ویل زه هم لرم زړه کی دا ارمان
سپی ګیدړسره دوستۍ باندی رضا
ناآشنا شول په یودم سره آشنا
ورځ شوه تیره دماښآم تیاره خپره شوه
دګیدړاودسپی اوس قصه خوږه شوه
سپي شروع کړه غپا په زوره زوره
ګیدړ وویل ورته چپ شه زما وروره
که آوازدی لیوه واوریده خبرشه
خیر دی نه شته له خپل ژونده لاس په سرشه
سپي ویل لیوه پر تاباندی باتور دی
زه وزځمه ملاقات یی ډیر ضروردی
سپی روان شودلیوه په لوري باندی
هلته پروت وویوی غټی ونی لاندی
سپي ویل ای لیوه جانه په ما ګران یی
زه دی پيژنم قوي او پهلوان یی
زما هیله ده چه تا سره آشنا شم
ډیر خوشحاله به یم کاشکی ستا په خوا شم
لیوه ومنل دسپي واړه شرطونه
ویلی ښه ده مونږ کوو به ډیرښکارونه
په ماښام کی کوم آواز شو له کوم ځایه
سپي شروع کړله غپا ورته له ورایه
لیوه سترګی کړلی برګی سپي په لور
ویلی چپ شه چه ونکړی ګوره شور
که دی غږواوریدهغه ظالم پړانګ
هم به تا کړي هم به ما کاندی دانګ دانګ
سپی شوپوهه چه پردی پړانګ زوروردی
په هغه دم یی له دی ځایه سفر دی
ویل دپړانګ سره دوستي کومه نوره
زه به تل خپله غپا کوم په زوره
ګرځیده چه ګوندی پړانګ کاندي پیدا
ویلی جوړه دوستانه به کړم صفا
اخرداچه شوورپیښ په هغه باندی
هغه پروت وو یوی غټی ونی لاندی
غټی سترګی او اوږده اوږده بریتونه
ښه اوږده لکۍ تیره تیره غاښونه
سپی نږدی شودپړانګ خواته په ادب
ویل نه چه هسی نه شي په غضب
پړانګ ویل ورته څه غواړی ژریی وایه
نږدی مه راځه قدم مه ږده بیځایه
سپی په ډیره عاجزۍ ورته ګویان شو
ویل تاسره دوستي می ډیر ارمان شو
پرانګ قبوله کړه دسپي خبره وروره
ویل دوستي زمونږ شروع شوله اوس نوره
غرض دا چه سپی خوشحاله شو بی حده
ویلی دلته به اوس ژوند کووپه ګډه
ورځ شوه تیره او تیاره شوه دماښام
سپی رانیغه کړه لکۍ واوره انجام
په غپا باندی ور سر شولوبی واره
پړانګ را جیګ شو دسپي خواته په کراره
ویلی غلی شه غپل مه کوه پام
چه زمری به مو اوس ژوند کاندی تمام
سپي ویل ای زما دوسته پهلوانه
ما ویل چه ته به نه ویریږی چانه
خو زه پوهه شوم زمری له تا اتل دی
اوس ورځمه په هغه لور می تکل دی
سپی له پړانګ ځنی روان په هغه دم شو
دزمري په مینه یی زړه قلم قلم شو
ګرځیده ترڅوپيداکاندی زمری
په هغه کولی نشي څوک تیری
په نظر یی شوه یوه غټه ډبره
ویلی اوس می شوه پوره دزړه خبره
ببرسر وو غټ زمری په هسکه تیګه
ښکاریده لکه باچا وي پاس په جیګه
په لکۍ باندی جاروکړله سپي ځمکه
چاپړوسي یی ورته وکړه بی درکه
ورنږدی شو په تعظیم په احترام
ویل بادشاه ستا تاج او تخت دی وي مدام
زه راغلی یم چه تاسره نوکر شم
خدمت ګار به شب اوروزدستا ددر شم
زمري وویل چه ستا خبره ښه ده
بس منظوره دی وماته عریضه ده
سپی خوشحاله شو بی حده هغه دم
ویل چه ښه ژوندون به دلته تیروم
ورځ شوه تیره او ماښام توره تیاره شوه
دسپي بیا شروع هماغه ننداره شوه
سپي چه وازه کړله خوله چه وکړي غپ
نوزمري په قهر وویل ورته چپ
پام چه ونکړی غپا زما په خوا کی
چه انسان به اوس په دی ځای کی پیدا کی
له هغه څخه ویریږمه بی شانه
په ځنګل کی پټ ګرځیږم له انسانه
په رښتیا که زما دوست او زما یار یی
نوغپا ځنی به هر وختی بیزار یی
له زمري نه چه سپي واوریدی خبری
ویل ځم له دی بی ننګه څخه لیری
برابرراغی په لوري دانسان
هلته ناست وودهغه کلي یوخان
هغه وکړله له سپي ځنی پوښتنه
ویل څه غواړی مسافره بی وطنه
سپي ویل زه ددوستۍ کومه سوال
بس همدغه دی زما دزړګي حال
خان ویل زما له تا سره وعده ده
تاسره زما دوستي نوره پخه ده
لنډه دا چه دماښام وشو آذان
پس له هغی سپي غپا ته جوړ کړو ځان
ټوله شپه سپي غپا وکړه تر سهار
ګردچاپیر به ګرځیده ووپهره دار
دسهار ناری چه راوړلو نوکر
خان ته یی کیښود په مخ کی برابر
بیا نوکرته امر وکړوهغه خان
ویل اول وکړه خوراک په دا مهمان
ټوله شپه یی تیره کړی ده بیداره
ډوډۍ ورکړه چه دمه شي په کراره
سپي ویل چه اوس پوره می شو مضمون
تیروم نو رله انسان سره ژوندون
چه زما په قدر پوه وي دهغو یم
دا ټول عمر به په خواکی دسړویم
لاتر اوسه ګل عزیزه کامه واله
سبی وفاکړي له انسان سره خوشحاله
سنبله ۱۳۹۰هش
کابل – کارته نو