دخپریدو نیټه : 2012-10-11 مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل
د لیلې دښته
احمدجان نوزادي
د لیلی دښت کی چی نه کور نه ابادی ښکاریده
په دغه دښت کی زما موټر قرار قرار خوځیده
نری باران د پسرلی ځمکی ته نم ورکاوه
بیا شنه چمن و ژواندانه ته نوی خوند ورکاوه
هلته ریدی سر پورته کړی ؤ غنچه په خندا
تنکی نسیم دغو غنچوته ورکوله ګډا
دی لویه دښته کی مرغانو اتڼونه کول
ښايسه مرغانو ښکلی ښکلی اوازونه کول
چا بیا ګلونه لمسوله چا یو بل تخنول
چا بیا دانه راټولوله چی سازونه کول
هلته خو ویره د صیاده او له دامه نه وه
هلته وه سوله اوسیدونکی یی پریشانه وه
بل خو مچیو د ګلونو نه بوسی اخیستی
په دی بهانه یی د ګلونو څه شیدی اخیستی
د ګل د رګ وینی ایستلی خو په ناز او ادا
د مینی جنګ کی یی د ګلو شونډی سری اخیستی
ګلان خاموشه د غاښو ځنی خوند اخیسته
هری بوسی ته یی په مینه مینه ژوند ورباخښه
فضا خاموشه وه، یوازی د مرغیو اواز
کله ناکله به راته بیا د مچیو اواز
فکر می لاړی د ګلونو ننداره یی کول
شما ل راورساوه ماته د شپیلیو اواز
د سولی بوی ددی بیابان د ګل بوټو نه راته
ددی مرغیو دی ګلونو د غوټو نه راته
سترګی می لاړی په دی لوی بیابان کی غرقی شولی
لویه بیدیا می په وړو سترګو کی ننوتل
هلته می زړه ته لاړه زما احساس یی راته و تخناوه
زما په رګ رګ کی یی د ژوند اواز راو پاڅاوه
ګوره څه لویه بیدیا هری پلو ګل په خندا
هر خوا د مینی اواز او په هر لوری ښکلا
نری شمال می غوږ ته راړه د شپیلۍ سندره
د سولی مینی ورورولۍ او ددوستۍ سندره
دنی د ستونی راوتله د شپونکي ترانه
دیوه ماشوم د یو تنکي د یو زلمي ترانه
د نی اواز و اوریدونکو ته احساس ورکاوه
دهر انسان وجوکی مینه او احساس تخناوه
هلته می و لیده شپونکی دا ددښتونو پاچا
ساده افغان ساده انسان دا د پسونو پاچا
ښاریان به وایی دا د ژونده بی خبره انسان
خو زما قسم دی شپونکی ؤ د سرو ګلونو پاچا
دا بی لښکره بی وسلو په لویو دښتونو ورځي
ددنګو غرو سروته ځی خپلی رمی څروی
خپل د کوسی د پاسه ناست دی او شپیلۍ ږغوی
د شپیلۍ ږغ یی دا ناپایه طبیعت ښکلوی
د نی د ستونی نه راباسی خپل دزړه بدله
د سولی مینی اود ژوند یوه پخه بدله
دا ددنیا نه بی خبره پاچا
دا بی ټوپک او بی لښکره پاچا
دده نژدی ملګري یو یی کوتک یو یی سپی
سپی یی رمه راڅاری کوتک رمی ته هۍ هۍ
کله رمی ته ګوری کله په مینه شپیلکی
کله شپلی ږغوی که اتن کی شپونکی
دا ددښتو پاچا د ی دا بی لښکره حاکم
ددنکو غرو پاچا دی دا ددنیا نه بی خبره حاکم
هلته یی بیا وری او میږی د ګلو منځ کی څری
کله شینکی وشکوی کله ګلونه وخوری
کله بیا دوه پسونه ښکر په ښکر شی
ماته جګړه د کابل جان په زړه شی
خو د چوپان هی هی چی واوری دادوه
جګړه کی خوشی سمدستی اشتی شی
خو درمی څخه بیا لیری لیری
هلته یوه توره کیږدی ښکاریده
دوه پيڅولی یی شمال ښورول
ورکی دننه یو کوچۍ ښکاریده
کوچی لیلا د ژوند په مینه مسته
د پاچاهی نه یی پروا هم نشته
کله اواز خپل و شپونکی ته وایی
بس یو د مینی ترانه راسرکړی
په خپل ساده او کوچیانی ژبه کی
یوه لنډی یوه ناره را سر کړی
توره کیږدی یی تر ماڼی خوښه ده
کوچی لیلا تر شهزادګی خوښه ده
کله غوږ پریږدی د شپونکی شپیلی ته
ځواب کی دا یوه مصری ووایی
بیا شپونکی غلی شی او غوږ سی ورته
د کوچی ږغ بیا په شپیلی ووایی
کله کوچی د ګلو منځته ورسی
کږه وږه شی په رقصونو سر شی
شپونکی د لیری نه کوچی ته ګوری
شپیلی کی خوشی په اتڼ ورسره شی
بیا یو نظر په خپل رمی واچوی
بیا شپیلی واخلی او دسره سر شی
ددوی نړی ده د غمونو پاکه
د ښار د ډیرو تشویشو نه پاکه
دوی رادیو او تلویزیون نه لری
دوی انترنیت او تلیفون نه لری
د لیک او لوست نه بی خبره کوچیان
دی بی پروا د هر لښکر کوچیان
دوی کی سیاست او فریب کاری نشته ده
ساده یاری ده کی بازی نشته ده
دواړو شپونکی او کوچی په یوه زړ یواواز
یو یی شپیلی کی وایی بل بیا په ژبه اواز
خو دواړه یو څه وایی ده د ژوندون سندره
د زیبایی ترانه د پاکی مینی دتړون سندره
دوی نه جګړه لیدلی نه یی د ژوندون غمونه
نه یی کتاب کی لوستی دنن پرون غمونه
زه یم پردی لاروی دا زیبایی څارمه
بس د شپونکی ا و کوچی ساده یاری څارمه
زړه راته وویله راځه کیږدی رانیسه
یوه رمه جوړه کړه اود شپانه په پله شه
وری او رمی رانیسه شه ددښتو پاچا
د ښار دبدو ولاړشه شه د خوښیو پاچا
دلته جګړه نشته ده دلته رښتیا زیبایی
انتهاری نشته ده دلته ده روغه اشتی
دلته د ګلو توپان ژوند ته هوس ورکوی
دازیبایی ددی دښت مړو ته نفس ورکوی
کاشکی می ټوله وطن سوله وروری ونیسی
کاشکی د جنګ جګړی ځای همیش اشتی ونیسی
نوزادی لیکی به ته ورته د ژوند ترانی
ونوی نسل لره, دعلم او فن ترانی