دخپریدو نیټه : 2012-10-11 مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل
واورئ!
مینه (صابر)
واوری زما د کلی او کور ځوانانو
ای د احمد په کور کی لوی بچیانو
ولی له یوه او بل نه مخ اړوی
ای د ملالی د میدان زمریانو
تاسی که یو شی نو ګودر به یو شی
د هر یو کلی ماذدیګر به یو شی
څوک به شمال او جنوب نه یادوی
دا هندوکش او دا سپین غر به یو شی
له دی اغزو نه به ګلونه جوړ شی
له ورانو کلی به کورونه جوړ شی
د ژوند تیارو ته به رڼاوی مخ کړی
دمور د زړه به مو دردونه یو شی
هر یو سپرلی به مو رنګونه راوړی
زړونه به نوی آرمانونه راوړی
نور به ماشوم له درزا نه ویریږی
دا سهاری باد به سازونه راوړی
د ژوندون رنګ به یو بل نوی رنګ وی
هره شیبه کی به یو نوی خوند وی
له الفتو نو نه به ډګ وی هر زړه
په دښمنانو به مو جوړ ماتم وی
نو زما د زړه د ګلابونو پاڼو
راشی او جوړ ددغی هیلو ګل کړی
له پاکو زړو سره لاسونه ورکړی
بیرته آباد مو دغه وران ګلشن کړی