دخپریدو نیټه : 2012-10-18 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
د پاڅون غږ له کونړونو خيژي
زويا هيله بارګامی
ـ
کونړه بیا په تا یرغل شویدی
د پردو لاس دې بیاګریوان ته رسي
خړو کوڅو کې دې اورونه بل دي
لمبې یې ګوره چې اسمان ته رسي
راغی د کومې خوانه ړوند توغندی
ستا د مظلوم بچي په کور ولګید
یو یې کوډۍ ورله ویجاړه کړله
بل دهشتګرد ورباندې تور ولګید
د شین کمیس میرمن راولویدله
د تناره خواکې په وینو سره شوه
له تور پوړنی داسې خور شو
په کې انځور چې افغاني جنډه شوه
څه سوکړکان یې نړولي ؤ او
څه نیم پاخه په تناره پاتې شول
د شړومبو ډک دیګ د کارۍ لاندې ؤ
په نغري شفتل پراته پاتې شول
د کټ بازو پورې تړلې زانګو
په کې پرته څو میاشتنۍ ماشومه
ښکاري چې وږې ده شیدې غواړي
په چیغو ژاړي ګلالۍ ماشومه
لکه ګلونه رژیدلي پراته
د کوټې مخته دوه تنکي ماشومان
اوس نو راځه چې یې پوښتنه وکړو
چې دهشتګرد دي که بچي د افغان
آه لنګه غوا خو تروریسته نوه
چې ستا د بم پارچې مرداره کړله
بچی یې سرپښو ته تاو راتاو شو
ورته یې یوه یوه رمباړه کړله
له کروندې چې کروندګر راستون شو
بیل په اوږه لور په لاس ستړی ستومان
د وړې لور سلګۍ یې واوریدلې
د ویجاړکور په وره کې ودرید حیران
کاسه د صبر یې نسکوره شوله
لاړ چې د قوم ټول مشران راټول کړي
ورکړي جواب نور د دښمن د تیري
چې دا شیندلي افغانان راټول کړي
کونړه ! نن دې د سیند مستې څپې
د چا د ظلم تماشه کوی
د شور او زوږ آواز یې نه اورمه
ښکاري چې کومه فیصله کوي
سوي آهونه او ساړه اسویلي
له شنو درو او دنګو غرونوخیژي
د یرغلګرو کور به وسوزوي
د پاڅون غږ له کونړونو خیژي