دخپریدو نیټه : 2012-11-01 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
غزل
امين متونوال
اختر دې راشي خپل به ځي په مونږه کار نه لري
مونــــږ مسافــر یو مسافــــر چیرته کــرار نه لري
اخـــتر دهــغو مبارک شــه دې هاغو اخــتر دی
څوګ چې خوشاله وي د ژوند پر مخ غبار نه لري
هغه به څه د خوشالۍ احساس په زړه کې وکړي
چې په پردي وطن کې مېشت وي خپل دیار نه لري
نن مې دې کلي هــغه ټو ل ستر ګـــو ته ودریـــــدل
یو چې بې وسه دي او بل خــوا مور او پلار نه لــري
زه د هـمــغو سره سم په غــم شریک ځان ګـــڼم
چې پر هژلي دي په زړو نــو څوګ دې جار نه لري
څوګ چې دې بل په ذلالت کې ځانـته ژوند لـټوي
هــغه په خپــل ژونــد کــې یوه زره وقـــار نه لري
لکـــه ژوبلــی مــرغـــه ځانـته بینــوا اوســیږي
(امین) چې ګرم نکړی مهجور دی نږدې یار نه لري
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
متحده عرب امارات
۲۰۱۲/۱۰/۲۴
—