دخپریدو نیټه : 2012-11-03 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
غزل
اټک يوسفزی
نن چې بيا ستا د ليدلو امکان نشته
زما هم د رغېدلو امکان نشته
هسې خيال او تصور ته يو ځل راغله
ګنې نور يې د راتللو امکان نشته
لکه عطر خوشبوي يې محسوسومه
د فضا د رانيولو امکان نشته
پښتانه په کرښو چا سره وېشلي
په تورخم د ور تړلو امکان نشته
لکه زړه هر وخت سينه کې زموږ پروت دی
د اټک د هېرولو امکان نشته