مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-01-05   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

ازار بوټی

حسان شلګری

  

په وطن باندې دوران دی داربک
ګرفتار افغانستان دی داربک
د (شفیع ) او ( قمبرلنګ ) کیسې که لاړې
پیل شوی اوس داستان دی د اربک
د ( زرداد) تاریخ به کیږدي کوناټي ته
داسې دور را روان دی د اربک
معنون یې نور نو خپله ترې اټکل کړئ
ورته ایښی چې عنوان دی د اربک
اربک څه دی ددې دور ګلم چور دی
پیټراییس سکه خپلوان دی د اربک
اول راشئ ویې وینو ، څه آشا ده
ظاهر شکل خو انسان دی د اربک
د غله برېت ، خرېیلی مخ ، خلقي کجکې
دغه شان دغه نشان دی د اربک
په پتلون یې لمن دار کمیس اغوستی
(خت ) معجون داین او آن دی د اربک
په ځنګله کې یې دسپږو لیوان ګرځي
ویښتان نه دي سم ډیران دی د اربک
رنګا رنګ چرس او نسوار په کې پراته وي
صدرۍ نه ده سم دوکان دی د اربک
نه اودس نه یې په غسل څه غرض شته
نه څه کار په لمونځ اذان دی د اربک
پلار ورزده کلیمه هم ترې هېره شوې
خو بیا هم نوم مسلمان دی داربک
جوړه کړې یې پوسته دکلي منځ کې
رسمي اسم نګهبان دی د اربک
پسِ شا یې ( ازاربوټی ) خلک بولي
مخامخ نوم کومندان دی د اربک
نه کرزی نو اوباما په کې چلیږي
دلته نوم شاه شاهان دی د اربک
په پوسته یې که تعرض له کومې خوا وو
بیا نو مړه لکۍ ګذران دی د اربک
خو تش لاسی کلیوال یې که پیدا کړ
نو بیا خوشکه سم توپان دی د اربک
ورځ یې خوب شپه یې ده غلا ته بېله کړې
دشغال غوندې هر آن دی داربک
چې تیاره شي نو خړ ماسک له وربوز تاو کړي
همدا وخت دچورتالان دی د اربک
لارې نیسي ، خلک داړي ، خلک وژني
دغلا لوټ لباس په ځان دی داربک
په پردي حق داسې بلوسي ته وایي
پوروړی هر افغان دی داربک
نه په باغ نه په پالېز باندې ډکیږي
لری نه دی خمیردان دی داربک
نه په پت نه په عزت دچا سرپه کړي
نهایي پلیت وجدان دی د اربک
چې دښځو په ګېڼو پسې څوس کاږي
دغه خوی دسره شیطان دی داربک
دپتمنو خویندو پت ، نګار، سینګار اوس
په پوسته کې اویزان دی داربک
دعفت دلوټ بازار بیا لګیدلی
په کندز او په بغلان دی داربک
لال بي بي که امیرخان دګورتيپې دی
پرې راغلی امتحان دی داربک
د ( ډولا ) او د(عکاس) هوس کې سوزي
که شلګر که عسقلان دی داربک
د بابا په کندهار بیا واکمن شوی
هغه سګ هغه سګوان دی داربک
د (صالح ) ( استاذ حلیم ) دور راغلی
په ژړۍ او ناګهان دی داربک
که پرون مو دژوندو مرده بازي وه
داځل بل په مړو نیران دی داربک
دشهید افغان ګلګون جسد تړلی
د رینجرې په پایدان دی داربک
بیا بې وس افغان په وینو کې شټیږي
جوړ وحشت دی جوړ قتلان دی داربک
(شجاعي ) د (مزاري ) ګدۍ نیولې
خپور دهشت په ارزګان دی داربک
(تاروخېل پتې ) یې هېر له پکتیکا کړ
که (سادول ) ( عزیز دېګان ) دی داربک
انسانیت څه چې وحشت یې شرمنده کړ
داسې جبر او عدوان دی د اربک
دمظلوم دآه شنوا غوږونه نشته
واک دشهر ناپرسان دی داربک
ځینو خیټې دي خیشتې ورته له ورایه
چې پاڅون دی ارمغان دی داربک
مګر ژر ده چې ددې ډول غږ به واوري
چې څه پایله او پایان دی د اربک
وطنوالو! دا یاداښت درسره واخلئ
چې دښمن تنها ( حسان ) دی داربک
۲۰۱۳/۱/۳ میلادي

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery