مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2006-01-23   مخپرونکئ : خليل الله سروري

د سيد احمد قانع د نيونې په باب په كندهار كې احتجاجي غونډه

صالح محمد صالح
Said Ahmad Qani benawa cultural society kandaharد لوى اختر پر لومړۍ ورځ په كندهار كې د ائتلافي ځواكونو له خوا، د كندهار يو فرهنګپاله ځوان سيد احمد قانع ونيول شو، ويل كېږي چې تر دې دمه دغو ځواكونو د هغه د نيونې په باب كوم غوڅ دليل نه دى په ګوته كړى، چې په سيمه كې چارواكي هم د هغه پر برخليك بې خبري ښيي

صالح  محمد صالح

د لوى اختر پر لومړۍ ورځ په كندهار كې د ائتلافي ځواكونو له خوا، د كندهار يو فرهنګپاله ځوان سيد احمد قانع ونيول شو، ويل كېږي چې تر دې دمه دغو ځواكونو د هغه د نيونې په باب كوم غوڅ دليل نه دى په ګوته كړى، چې په سيمه كې چارواكي هم د هغه پر برخليك بې خبري ښيي. له سيد احمد قانع سره د هغه د اكا زوى او څو تنه نور ګاونډيان هم شامل دي.

په دې اړه پر دوشنبه د سلواغې(دلوې) پر درېيمه نېټه په كندهار كې يوه سوله ييزه غونډه جوړه شوه، چې د سيد احمد قانع د برخليك په برخه كې غوڅه پرېكړه وكړي، د ګډونوالو غوښتنه دا وه چې افغان دولت بايد په دې برخه كې خپل مسووليت ترسره كړي او دا فرهنګي ځوان دې ژر ترژره خوشې كړي.

دغه راز د غونډې يوه موخه دا وه چې ائتلافي ځواكونه بايد افغان كلتور، د افغانستان اساسي قانون او ځينې نور مهم ټكي په پام كې ونيسي په راتلونكي كې افغان بېګناه ځوانان د دغه وړ شكونو او تورونو ښكار نه شي.

سيد احمد قانع هغه فرهنګي ځوان دى چې په كندهار كې يې د كتاب لوستلو دود ته ډېره پراختيا وركړې او د كتابونو، خپرونو او ورځپاڼو د وېش تر ټولو ستر كار و بار د ده په لاس كې دى، چې په كندهار كې د كتاب پلورونكو د اتحاديې مشري هم كوي، چې څو مياشتې وړاندې په څرګندو رايو سره وټاكل شو.

په اوسنۍ غونډه كې تر پنځوس زياتو كسانو ګډون كړى و، چې په ګډونوالو كې د كندهار د كتاب پلورنې دكانداران، ليكوالان، فرهنګي اشخاص او ځينې نور كسان وو.

غونډه د بېنوا فرهنګي ټولنې له خوا رابلل شوې وه، چې د قران كريم د ځو ايتونو په تلاوت سره پيل شوه، لومړى د بېنوا فرهنګي ټولنې مشر عبدالاحمد محمديار وينا وكړه او په خپله وينا كې يې ټينګار دا و، چې په افغانستان كې مېشت ائتلافي ځواكونه بايد د افغانانو دود، مذهب، اساسي قانون او ټولنيزو ارزښتونو ته درناوى وكړي او هرڅه دې په خپلسري ډول نه ترسره كوي:

((... دا اوسنۍ پېښه د ټولو قانوني چلندونو خلاف ده، چې د بهرنيانو دا كړنه د افغان كلتور او مذهب خلاف خبره ده، چې يو بهرنى د يو چا كور ته ننوځي، پرته له دې چې مخكې د كور خلك خبر كړي، په ښځو او ماشومانو كې ورګډېږي او د كور تلاشي اخلي، چې دا كار د خلكو حساسيت راپاروي، زه به خپل افغانيت، كندهاريتوب او قوميت يوې خوا ته پرېږدم، كه زما د اكا زوى هم زما له اجازې پرته زما كور ته بې اجازې راننوځي زه دا حق نه وركوم، يا به يې زه وژنم، يا به ده ته دا وخت وركوم چې ځان ووژنم...))

محمديار په خپلو څرګندونو كې دا هم وويل چې افغانانو د ناموس پر سر سرونه ښندلي، چې موخه يې د خپل ناموس ساتنه وه او هېڅكله خپله بې عزتي نه مني:

((موږ چې يونيم مليون ككرۍ شهيدان وركړي، ځكه چې دلته روسانو يرغل كړى و او زموږ ناموس په خطر كې و، اوس هم كه چېرې پردي كسان زموږ ناموس او عزت ته په درنه سترګه نه ګوري، خلك به خامخا عكس العمل ښيي)).

ده دا هم وويل چې پر بهرنيانو د يرغلونو او وروستيو ځانمرګو بريدونو وجه بايد ولټول شي، چې دغه وړ چلند په خپله د دښمن ژرندې ته د اوبو ورخوشې كول دي او خلك له دغو ځواكونو څخه ډېر كركجن كوي. ده وويل چې دا كار په خپله د افغانستان د اساسي قانون، د ملګرو ملتونو د منشور او د بشر حقونو د اعلاميې خلاف كار دى.

په دويم ګام كې په كندهار كې د پوهنې رئيس ښاغلي حيات الله رفيقي وينا وكړه او په خپلو څرګندونو كې يې وويل:

((دا موضوع تر تعقيب لاندې ده، چې موږ ورته متوجه يو، د نړۍ په هره برخه كې كلتورونه بېل دي، بايد پر كلتورونو ځانونه وپوهوو، موږ په تېرو دوو لسيزو كې تل له ستونزو سره مخ شوي يو، زموږ په كورونو خلك ننوتلي دي، موږ بايد دا خلك ورته متوجه كړو، ځكه كېدى شي په نوره نړۍ كې پردى كس د چا په كور ننوتل كوم عيب نه وي خو دلته دا يو لوى عيب دى)).

ورپسې د كندهار ولايتي شورا منشي بسم الله افغانمل، د موضوع په باب وينا وكړه او ټينګار يې درلود، چې د سيد احمد قانع په باب بايد ژر تر ژره عملي اقدام وشي:

((سيد احمد قانع زموږ د ادبي دېر شمع و، چې خداى دې زموږ له سره نه كموي، دى بې ازاره ځوان و، چې پر خپل دين، مذهب، كلتور او ادب مينه وال و. موږ ورباندې خواشيني يو، داعمل چې دى نيول شوى، د غندنې وړ دى، موږ هېچا ته اجازه نه وركوو، چې د چا كور ته بې اجازې ننوځي، دوى چې هرڅوك دي او په هره پلمه راغلي بايد زما د كور دروازه وټكوي اجازه دې واخلي له مشرانو سره دې خبرې وكړي، اخر موږ افغانان يو، چې دا هرڅه زموږ له لاسه)).

افغانمل دا ټينګار هم كاوه چې افغانانو ته په كار ده چې خپل هېواد، دخپل هېواد سرحدات او ارزښتونه په خپله وساتي.

د غونډې بل ويناوال د علامه رشاد بابا زوى، انجنير شېرشاه رشاد و، چې ده هم خوښي څرګنده كړه چې داسې يوه سوله ييزه غونډه جوړېږي او د تشدد مخه نيول شوې ده:

((ښه دى چې د خپلو غوټو د خلاصېدو لپاره مو له تشدد څخه كار نه دى اخيستى، د يوه انګرېز ليكوال يوه ليكنه مې ذهن ته راغله، چې د مهاتما ګاندي په باب يې ليكلې وه، چې د ګاندي د شخصيت په جوړولو كې خان عبدالغفار خان ډېر لوى لاس درلود، اوس مهال ويل كېږي پښتانه هر وخت له تشدد څخه كار اخلي... په ټولو هېوادونو كې دولت، اپوزيسيون او خلك موجود دي، چې تل د دغو درېيو اړخونو په منځ كې نور خيرن لاسونه كار كوي، چې زموږ د بربادۍ لوى لامل همدا خيرن لاسونه دي)).

نوموړي دا هم وويل چې افغانانو ته په كار ده، خپلې تېرې نيمګړتياوې ومني او بيا يې تكرار نه كړي:

((بايد له تېرو تجربو څخه استفاده وكړو او هغه منفي تجربې بيا تكرار نه كړو، موږ د يوې داسې مدني ټولنې پر لوري ګام اخلو، چې هلته بايد قانون حاكم وي)).

ده دا ټينګار هم كاوه، چې سيد احمد قانع بايد ژر تر ژره خوشې شي او د ده غوندې د ځوانانو ځورونه دې بنده شي.

((موږ كوښښ كوو خپل ږغ تر ډېرو ځايونو ورسوو، چې سيد احمد قانع ژر ترژره ازاد شي او زموږ دين او قانون په درنښت سره وساتل شي)).

ورپسې د هېواد كلتوري او ادبي ټولنې مشر محمد سرور حسنيار هم څرګندونې وكړې او د موضوع په باب يې وويل:

((ايا موږ ځان ازاد بللاى شو، چې مړو ته مو اور اچول كېږي او كورونو ته مو بې اجازې بهرنيان راننوځي؟ مشران مو چې امنيت نه شي ټينګولاى استعفا دې وركړي، دلته هره اوونۍ چاودنې او ځانمرګي بريدونه كېږي، كه طالبانو څه نه دي راكړي، غربيانو هم څه نه دي راكړي، كه د طالبانو پر مهال د نجونو ښوونځي نه وو، ايا داسې فاحشه خانې وې؟)).

هغه دا هم وويل:

((زه يوازې پر قانع نه يم خوابدى، پر هر چا خپه كېږم، په اساسي قانون كې راغلي چې هېڅوك د محكمې له حكم پرته نه شي نيول كېداى)).

ورپسې د افغانستان د ژورناليسټانو د نړيوالې اتحاديې پيغام، د مفتي فرزان له خوا ولوستل شو چې د سيد احمد قانع په باب يې پر دولت ږغ كړى و، چې افغان حكومت دې ژر تر ژره اقدام وكړي.

 وروسته د ملـي ګوند مشر نور نواز پياوړي وينا وكړه او دې ټكي ته يې اشاره وكړه چې افغان ولس بايد راويښ شي، ځكه تېرې ټاكنې په غيرډيموكراتيكه توګه شوي او په دولت كې ګڼې نورې نيمګړتياوې هم شته.

 ده دا هم ويل چې افغان ولسمشر حامد كرزى د نورو په لاس ګرو دى، چې موخه يې شمالي ټلواله وه او پر نورو يې ږغ وكړ چې بايد يووالى رامنځته كړي او سره يو شي.

ورپسې د غونډې پرېكړه ليك د محمديار له خوا ولوستل شو، چې دلته يې كټ مټ رااخلو:

پرېكړه ليك

  1. دټلوالي ځواكونه بايد دافغانستان دملي ځواكونو پر ته څوك ونه نيسي اونه هم دافغان چارواكو په ناخبري كي خپل سري نيوني وكړي.
  2. دټلوالي ځواكونه بايد دافغانستان اساسي قانون ته درنښت ولري او داساسي قانون داته ديرشمي مادي له مخي چلند وكړي چي هغه دخلكو ساتنه ده .
  3. دټلوالي ځواكونه بايد په هيڅ صورت دخلكو په كورونو له خبرو او اجازي پرته ننه نوزي ، ځكه د ا دافغانانو د دود ، كلتور ، مذهب، د افغانستان اساسي قانون، بشري حقونو او نړيوالو اوصولو خلاف كار ى او په مقابل كي يې د سخت غبرګون په پايله كي ناوړي پېښي رامنځته كېدلاى شي.
  4. هر څوك چي د ټلوالي تر شك لاندي راځي، بايد د افغان چارواكو سره په تقاهم ونيول شي، قانوني تحقيق ځني وشي په نامالوم ځاى كي د نامالوم وخت لپاره ورك نشي.
  5. د ټلوالي ځواكونه بايد د هر چا په خوله حق ناحق خلګ ونه زوروي، ځكه زياتره هغه اطلاعات چي دوى ته رسېمي واقعي بنسټ نلري او بايد ډېر غور په كي وشي.
  6. د ټلوالي ځواكونه بايد خپل دښمن او د ډښمن ځواكونه وپېژني، د عامو خلګو زورول او نيول د دښمن په نامه نامعقوله پاليسي ده چي له ناوړو پايلو سره يې هم افغان ملت او هم نړيوال ځواكونه او د افغانستان په چاروكي د خپل هيوادونه مخ كېدلاى شي.
  7. ملګري ملتونه او د بشري حقونو ټولني په تېره بيا د افغانستان د بشري حقونو خپلواك كمېسيون بايد دغو ستونزو ته جدي پاملرنه وكړي او په افغانستان د يو ه بل ممكن بشري ناورين د مخنيو لپاره د دخپلو اړخونو سره د تفاهم ، معقوليت او منطق فضا پرانېزي.
  8. سيد احمد قانع او ملګري يې بايد نور ونه ځنډول شي او راخوشي كړل شي
  9. د كندهار ولايت ولايتي شورا او د افغانستان پارلمان بايد دغسي مسايلو ته جدي پاملرنه وكړي، ځكه دوى دولس استازي دي.
  10. كه چيري زموږ حقو او اصولي غوښتنو ته غوږ ونه نيول شي، نو اړيو چي په لاريونونو لاس پوري كړو.

Qani

Qani

Qani

Qani

Qani

Qani

Qani

Qani

Qani

Qani

ښاغلی سيد احمد قانع د نارنج کتاب خپرولو د موسسې مشر

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery