اوڅم له ګناه او له ثوابه ستا په مینه کی
کړی می خطا ده بی حسابه ستا په مینه کی
مینه دی جانانه د دریاب په څیر څپانده ده
زه خو لا کوچنی یم تر حبابه ستا په مینه کی
تا به را پیدا کړی تا به خپل کړی تا به راولی
وتی دی لفظونه له کتابه ستا په مینه کی
هغه یو تصویر د تیرو اوښکو راته اوښایی
پرخه چی رسیږی تر ګلابه ستا په مینه کی
ګوره چی تارونه د زړګی به دی را کاږی
ګوتی چی رسیږی تر ربابه ستا په مینه کی
سترګی دی راواړوه چی نوره کیسه دا وکړی
تیره له سواله له ځوابه ستا په مینه کی